چیرته ولاړشو؟
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک

لندن دسامبر ۲۴ مه - ۲۰۱۳ کور ، کلي وطن راته سور اور شوو خدایه دا د څه را وکړل چې یو نر د را پری نه ښوو او دیوه سره افغانان بګیل او غلامان ، دډالرو او پونډونو نوکران ، درشوت او ترور سرغنه ګان ، ددین او د اسلام پلورونکي تورمخي جهادیان او طالبان شول او په سر کې د پنجاب او د ایران کاسه لیسان شول ،د کافرو سره سخت مخالفان وو او کافرانوته تورمخي ملحدان ووخو نن په ډیره اسانۍ سره دیوه سره امریکا ته په سجده ټول جهادیان شول ؟؟؟؟ زموږ خلک همیشه د کوچیدو ، تلو راتلو او محاجرتو په حال دی ، یو ځای او یوهیواد ېې نه منی او هیڅ چیرته ځای نه لری آخر موږ موجودات نه یو - انسانان نه یو - اشرف المخلوقات نه یو او ددی هیواد بچیان نه یو ولې موږ همیشه تر پښو لاندی د سرو سکروټو په منځ کې ژوند کوو آیا موږ د ژوند کولو حق نه لرو او که د ژوند کولو لیاقت نه لرو او یا داچې زموږ قواری او شکلونه انسان ته نه دی ورته ، کوم شۍ مو خراب دی ؟ په یوه شي زه پوهیږم او هغه دا چې موږ په سیاست نه پوهیژو ، موږ بیځایه غرور همیشه وژلي یو ، موږ همیشه دنورو نه زده نه کړل ، موږ همیشه کله شخه وو ، موږ هیچا ته تن نه ورکوو ، موږ تل تر تله من ووپه موږ کې نیم منۍ او چاریک نشته ، موږ تل متعصبه وو ، موږ تر هر مسلمان نه ښه مسلمانان وو او همیشه مواسلام تحریف کړۍ او همیشه مو اسلام دبل چا دخولی نه په ځان تطبیق کړۍ او همیشه مو پردی اسلام قبول کړۍ زموږ اسلام تر بل هر مسلمان هیواد نه ډیر پاک او دقدر وړ وو خو موږ ته نورو بازی را کوله چې اسلام په خطر کی دی ، موږ نه پوهیدو چې د اسلام ادی - یا پلار یا څه شۍ په خطر کی وو ؟؟ خو همیشه د پنجابیانو او ایرانیانو مذهب او اسلام په موږ دیکته کیدو په داسې حال کی چې موږ پوهیدو چې ددوی اسلام د فاحشو - رندۍ خانو - سکس - فحشاوو - سیغو - بچه بازیو - رشوتو - غلاوو - ترور او قتل او تفرقه اچولو اسلام وو ، سترګې مه پټوۍ ، آیا داسې نه وه ، داسې نه ده ، تاسې هلته څه ولیدل او وینۍمحاجر مو نور هیوادونه نه منی ،محاجر اعداموي یا ېې جبرا شړي - ځوانان مو د کار له پاره څوک نه مني - په خپل وطن کې پردی درباندي حکومت کوي ، پردی درباندی فرمان چلوی ، دلیل ېې څه دی او څه وخت به د خوبه را پاحیژۍ ، آیا په رشتیا هم (( دین د خلکو تریاک دي )) که داسې ده نو لطفا ددین نه تیر شۍ ځکه دین په تاسې ( خواری - مریضي - بیکاری - بیګاری- بې وطني - زوراوزیاتۍ - تفرقه اچونه - تهدید - خشونت - بدبینی - لوږه - بربنډتوب - توهین - جنګونه او ناخوالې تحمیل کړي دی ) د هغو وخته چې زه پیدا شوي یم او مسلمان دنیا ته راغلۍ یم او هغه وخت چې زه په ښه او بده پوهیدلۍ یم دغه ټولې ناخوالې - ناورینونه او ظلمونه د روحانیونو - پیرانو - سیدانو - خواجګانو - خلیفه ګانو - ملانو - طالبانو - او نن د هغوی د سیطرې پراخونکو مجاهدینو زموږ په خوارو خلکو او مظلوم هیواد تحمیل کړي دی ، که داسې نه وه - داسې نه ده - نو ولې دغه ۳۵ کاله د ملا - طالب - مجاهد خوله څوک نه شي ور پټولای ؟؟ ولې زموږ سپین ګیري - زموږ ملکان - زموږ خانان - زموږ غټ خیټي وطنداران او په نهایت کې سیاسیون او د پوهنتونو استادان پټه خوله ناست دي آیا ټول هماغه په اصطلاح (( چې وایی ما روشنفکران خاموش ویا نهضت افغانهای خاموش )) نوم در باندې ایږدۍ ، چی زه هیڅکله دغه ډله نه افغان بولم اونه سیاست مداران ، په دی چې که څوک تحصیل کرده وي ، که څوک مبارزه کوي او بیا ځان ته روشن فکر خاموش وايي نو تر دی نه بد نوم او بد خلک نور نشته ؟؟ ځکه ( ته وژل وینه - ترور وینه - غلاوینه - تښتول وینه - د ښځو په وړاندې په ۱۰۰ هاوو ډوله خشونت وینه - بیکاری وینه - لوږه وینه - مریضان وینه - بمبارۍ وینه - خارجی زندانونه وینه - اشغال د افغانستان وینه - د پاکستان علنی مداخلې او فشار وینه - د ایران دیکټاټ په هزاره ګانو وینه - د قومونو دشمني وینه - رشوت او اداری فساد وینه) او نور ډیر منفی شیان تاسې ورباندي زیات کړۍ نو اوس را ته ووایه چې ولې تاسې بیطرفه یا خاموش یاست ؟؟؟؟ باور وکړه چې تیږه هم که تر دومره فشار او ظلم رلاندې راشي نو چوي ، خو د افغانی پسونو په روحیه - زړونو- او غرور ېې یوه زره تاثیر نه دی کړۍ ( پهلوان زنده خوش است ) ،آخر افغانه څه وخت د خوبه را ویښیژي ، څه وخت په هوش راځې - څه وخت د ماغزه کار کوي - څومره وخت نور تاته په کار دی چې ته هوشیار شې - آیا دغه د بخور او نمیر ژند چې نن سبا ېې ته او ستا وطنداران لري همدا بس دی او کفایت کوي ، نړۍ کومی خواته روانه ده ، خلک نورو ستورو ته ځي ( هند او پاکستان ) په ۱۹۴۷ کې ازاد شول او نن اتوم بمونه لري او مریخ ته روان دی او ته نن هم د ( تعز من تشا او تزل من تشا ) انتظار لرې( منم چې شاید د الله اراده وي خو ا لله تاسې ته پنځه حواس درکړي دی ) او له همدی خاطره ېې درکړې چې نورهر څه په خپله پیدا کړۍاو د خپل عقل نه کار واخلۍ د بیګانه مخصوصا دشمنانو ( پاکستان - ایران او عربانو ) خبره هیڅ اوپه هیڅ ډول شرایطو مه منۍ، دغو دریو هیوادو افغانستان بې ستره کړواو هنوز د دین نشه یاست اسلام په خطر کې دی وروره نن ستا باداران ( سیاف طالبانو او حکمتیار ته ) علنا ناری وهی چې نن ولې د امریکا ضد یاست او هلته په پاکستان کې دغو امریکا او انګریز او غرب پیسې او وسلې نه درکولې؟؟ ولې هغه وخت وطن -ازادی - ارضي تمامیت - پشتونولی - او اسلام ته خطر متوجه نه وو؟؟ او نه در یادیدو ؟؟ خو نن بیا وایی چې تر څو یلغر ګری قوواوې په افغانستان کې وی موږ جهاد ته ادامه ورکوو اوزه پوهیږم چې نن هم تاته امریکا د قطر سفارت او دفتر درکولو هغو ته منتظر ېې او هغه غواړې خو بیا د کرزي اسلامی حکومت نه غواړې د آسمانه تر مځکې د طالب او مجاهد په خبرو کې فرق دی، چال دی ، فریب دی ،حرص دی ، وینه توییدل دی ، ددوی خبری نه دي د پردې شا ته نورکسان دی اوس زه نه پوهیژم چې زموږ ځای چیرته دی او چیرې ولاړ شوو ، په چا پسې لاړ شوو وګورۍ سیاسي قدرت کمونستانو په خپله خوښه د افغانستان دملي ګټو په نظر کی نیولو او ملي منافعو په خاطر ( دکتور نجیب ا لله درکړو ) که ده نه وۍ درکړۍ په قرنو تاسې نن دقدرت خاوندان نه کیدلۍ او بله مهمه خبره دا چې ( یو تعداد پرچمیانو او دوستم سیاسي قدرت د خپلو شخصي منافعو په خاطر احمد شاه مسعود سره شریک کړو او باعث دیوه تحول او تغیر هم جنرال دوستم شوو ، نن ېې چې عطامحمد نور - او نور مجاهدین نه تاییدوی دا ددوی کار دی او دوی هیڅکله حقیقت نه مني ، او خلقیانو ګلبدین حکمتیار ته ورکړو دغه یو ډیر دقیق او رښتینۍ تریخ حقیقت دی که څوک خفه کیژي یا خوشحالیژي او زما له نظره دغه کار یو تاریخی خیانت وو د دواړو فرکسیونو د سیاسي بیرو د ځنو غړو له خوا نه دغه خیانت عملي شو او په نتیجه کې کابل جان ړنګ شو او زموږ خلک دیوه سره بې ستره شول ، وايي ماهي چې داوبو نه ونیسې هنوز هم ژوندۍ وي او تازه وي ، د ژوند کولو یوازنۍ لاره د هر افغان له پاره دیوه تحول او یوه تاریخي جهش را منځ کیدل دی او دغه تحول او جهش فقط او فقط دیوه نوې ( تحصیل یافته - با تجربه - متخصص - کار ازموده - او ((پاک )) یعنې چې په رشوت او دخلکو په وینوېې لاسونه ککړ نه وي او وسله ېې په لاس کې نوي اخیستې داسې یوه شخص ته باید د افغانستان خلک رایه ورکا او یو نوۍ غیر جهادی - متمدنه - مترقی- دیموکرات سړۍ دیوه لوی تحول له پاره ریس جمهور وټاکي تر څو یو منظم دیوې علما تنظیم شوې ستراتیژۍ سره نوۍ سیاسي سیستم را منځ ته کړي او داسې ( ټیم جوړ کړي چې هلته هر څوک ، هر افغان ، هر پاک ، تحصیلکرده ، متخصص ، او وطن دوسته ) افغان صرف نظر له دی نه چې کومی ایدیالوژۍ ته وفادار دی، بیدون له تعصبه - ثلیقو نه - بدبینیو نه په ټیم کې ځان وویني ، زما په فکر دغو کار ته یوازې دکتور صاحب اشرف غني احمد زۍ مساعد او جوغه کیدای شي .
December 22nd, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي